
راځی د ښځو لوړ مقام ته ارزښت ورکړو
د غرزی خواخوږی لیکنه
نیټه: ۸/۳/۲۰۱۲
د هر څه مخکی د مارچ اتمه ورځ چی د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په مناسبت لمناځل کیږی د هیواد رنځیدلو میندو، خویندو او د نړی ټولو ښځو ته مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم، نیکمرغه او هوسا ژوند ورته غواړم.
د ۱۸۷۵ ل کال د مارچ په اتمه ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د نیویارک د ښار کارګرو ښځو د خپل کار د شرایطو د ښه والی لپاره په لاریونونو لاس پوری کړ چی د ښځو د ژوندانه او انسانی حقوقو لپاره په یوه تاریخی ورځ بدله سوه.
د آلمان سوسیالیسته میرمن کلارا زتکین چی د هغه هیواد د سوسیال دموکرات ګوند غړی وه، دغه ورځ د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په نامه خپلی کنګری ته واړندیز کړه چی ومنل سوه او بیا په ۱۹۷۵ ل کال کی د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د ښځو د نړیوال کال په نامه اعلان سو او په ۱۹۷۷ ل کال کی د ملګرو ملتونو د فرهنګی او پوهنیزی اداری (یونسکو) لخوا د مارچ اتمه ورځ د ښځو د نړیوالی ورځی په نامه په رسمیت وپیژندل سوه چی د هغه څخه وروسته په ټوله نړی کی د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون، همږغی او د حقوقو څخه د ملاتړ په مخ په بیلابیلو پروګرامونو او غونډو سره لمانځل کیږی.
په افغانستان کی هم د څو لسیزو راهیسی د مارچ اتمه په مختلفو غونډو او پروګرامونو سره په پایتخت او د ولایاتو په مراکزو کی لمانځل کیږی خو افغانی بی وزلی ښځی لا تر اوسه:
- د خپل اسلامی، شرعی او مدنی حقوقو څخه بی برخی دی
- د دودیزو نه منل سوی رواجونو او تاوتریخوالی قربانیانی دی
- زده کړه چی یو منل سوی اسلامی او انسانی حق دی بی برخی دی
- کوچنی او پیغلی نجونی او کونډی ښځی د نارینو د تربګنیو او د دښمنیو په پایله کی د مړی په بدل کی ورکول کیږی چی په ډیر بد او تریخ چاپریال کی شپی او ورځی تیروی
- په نری رنځ او نورو مختلفو ناروغیو باندی مبتلا کیږی
- په ځینو سیمو کی پلرونه خپلی لوڼی په څارویو بدلوی او یائی خرڅوی چی دا ټول د دینی او مدنی پوهی د نښتوالی څخه سرچینه نیسی
د پورتنی نیمګرتیا د ختمولو لپاره په کار ده چی د مدنی او ټولنیزو ټولنو تر څنګ د هیواد جهید دینی عالمانو، ملا امامانو او منورینو د خلګو د ذهنونو د روښانتیا او پوهولو لپاره هلی ځلی وکړی او پرینږدی چی په کلیو او بانډو کی زموږ میندی او خویندی نور د ناوړو دودونو او تاوتریخوالی قربانی سی او د هغوی بشری، مدنی او اسلامی حقوق ترپښو لاندی سی.
ګرانو هیوادوالو راځی!
د افغانو ښځو د پیوستون او حقوقو د مدافعینو په توګه برحق کار وکړو تر څو چی د ټولنی د نیمایی څخه زیاته برخه (ښځی) د خپل حق څخه برخه مندی سی.
نیکمرغه دی وی د ښځو د پیوستون ورځ